د کشمیر په برمولا ولسوالۍ کې پولیسو ویلي، دغه برید داسې مهال شوی چې د اروپايي ټولنې پارلمان غړي کشمیر ته د تللو په حال کې دي.
په پام کې ده چې نن یوه ډله اروپايي پارلمان غړي د جګړه اییزې سیمې لیدلو لپاره کشمیر ته ولاړ شي.
دا په تېرو درې ورځو کې دویم برید دی چې په تېر لاسي بم کې شپږ تنه هندي ځواکونه ټپیان شوي وو.
د اروپايي ټولنې دغه پلاوی به لومړنی بهرنی لوړپوړی پلاوی وي چې له اوږدې مودې وروسته کشمیر ته ځي.
هندي ځواکونه وايي دغه بریدونه د پاکستان له لوري کیږي ځکه غواړي چې د اروپايي ټولنې د پلاوي د ورتګ مخه ونیسي.
اخوا پاکستان حکومت هم څو ورځې وړاندې پاکستاني کشمیر ته بهرني ډیپلوماټان او ژورنالستان بیولي وو.