هرات کې ځانمرګي برید نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
هرات ښار کې نن ماښام مهال یو پلی ځانمرګی بریدګر موخې ته رسېدو وړاندې چاودنه کړې، چې یو تن په کې وژل شوی او اته نور ملکي وګړي ټپيان دي.
دهرات امنیه قومندان وايي، بریګر غوښتل چې د دویمې حوزې اړوند ساحه کې د امام هادي تکیه خانه کې برید ترسره کړي خو موخې ته تر رسیدو مخکې یې چاودنه کړې.
د هرات د ملکي روغتون مسؤولین وايي د پیښې له ځایه یو جسد او اووه ټپیان وروړل شوي چې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده .
تراوسه د دغه پيښې مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.