Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: سوډان کې د بند پاتې افغانانو اېستلو هڅې روانې دي

متقي: امریکا دې له اسلامی امارت سره تعامل ته را وړاندې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/03

د امریکا ولسمشر جو بایډن له وروستیو څرګندونو وروسته چې ګني په افغانستان کې وسله والې ډلې نشته کابل واشنګټن ته د تعامل وړاندېز کړی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وايي، امریکا اوس حقایق درکړي او په کار ده چې له اسلامي امارت سره تعامل ته راوړاندې شي.

امیرخان متقي له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان هم د سیمې او هم د نړۍ پر ګټه دی او په دې برخه کې باید نړیوال مرسته وکړي.

متقي زیاته کړې:« د ولسمشر جوبایډن وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي، افغانستان کې نظامي ډلې حضور نه لري دا په حقیقت کې د حقایقو درک دی چې دوی کړی دی. د امنیت شورا وروستي راپور رد هم له همدې خبرو ثابتیږي. اسلامي امارت ژمن دی چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال کړي. موږ په تېرو دوو کلونو کې عملا دا خبره ثابته کړې هم ده. اوس د امریکا هم خپل مسوولیتونه ترسره کړي او له افغانستان سره مثبت تعامل ته راوړاندې شي. یو باثباته افغانستان، پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ، د ښه اقتصاد درلودونکی افغانستان د سیمې او ټولې نړۍ پر ګټه دی.»  

 د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا درک کړې چې د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه پایله نه ورکوي  او اوس د مخالفتونو سیاست هم بې پایلې دی.

د دوی په باور د امریکا پر مشرۍ نړیواله ټولنه باید د افغانستان نظام پر رسمیت وپيژني ځکه دلته یوازې د اسلامي امارت مسله نه ده مطرح بلکې د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس له سختو نړیوالو بندیزونو او فشارونو سره مخ دی.

د دوی خبره، سره له دې چې ټوله نړۍ ځان د بشر حقونو مدافع ګڼي اوپه دې برخه کې  پر افغان حکومت نیوکې هم کوي  خو خپله یې ۴۰ میلیونه افغانان له نړیوالو حقوقو بې برخې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې پوهېږي چې جنګ د حل لاره نه ده. دوی ( امریکا ) په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې ۲۰ کاله جګړه وکړه، خو وې نشوی کړی چې طالبان له منځه یوسي بلکې د طالبانو شمېر ورځ تر بلې زیات شو او ټول د دوی (طالبانو) ترڅنګ ودرید. نو اوس باید د تعامل لاره غوره شي او د افغانستان خلک باید هېر نه شي. دلته د حکومت یا د طالبانو مسله نه ده، بلکې دلته افغانان ځوریږي، ترڅو دغه حکومت پر رسمیت ونه پېژندل شي، څوک پانګونه نه کوي، کاروبار به نه وي، تجارت به نه وي، اقتصادي چارې به پر ټپه ولاړې وي او دا د افغانانو پر زیان دي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي، ترهغې چې واقعي ټولګډونه حکومت نه وي رامنځ ته شوی ، د ښځو کار او نجونو زده کړو ته اجازه ورنه کړل شي  او همداراز د چارو لا ښه تنظیم لپاره اساسي قانون نه وي جوړ شوی د افغانستان حکومت به پر رسمیت ونه پیژندل شي .

دوی وايي، که اسلامي امارت غواړي چې له نړۍ سره رسمي تعامل ولري او ولس یې له بندیزونو خلاص شي نو په کار ده چې د نړۍ ټول هغه شرایط او غوښتنې چې له اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره په ټکې کې نه دي عملي کړي.

دوه کاله کیږي چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی دی، خو لاهم هېڅ هېواد د افغانستان نظام رسمیت پيژندنې ته زړه نه دی ښه کړی او باور دادی چې ټول امریکا ته په تمه دي که واشنګټن کابل سره تعامل ته ورسیږي نو نوره نړۍ به هم  اسلامي امارت سره ستونزه ونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist