طالبانو فراه کې ۲۰ سرتېري وژلي او ۱۲ یې له ځان سره وړي.
وسله والو طالبانو تیره شپه د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د دوکین کلي پر امنیتي پوستو ډله یېز برید کړی.
یوې باوري امنیتي سرچینې ویلې، جګړې تر سهار ناوخته دوام وکړ چې پر مهال یې شل د ملي اردو سرتیري وژل شوي او دولس نور یې طالبانو له ځان سره بیولي دي.
سرچینه وایې، طالبانو د دغه پوستو وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري هم پیښه تاییدوي وایي، د جګړې شدت ته په کتو ممکن د ملي پوځ سرتیرو ته همدومره مرګژوبله اوښتې وي، خو کره جزیات ورسره نشته.
دا لومړی ځل نه دی چې فراه کې د طالبانو په برید کې دومره لوی شمیر سرتیري وژل کیږي او نیول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم دغه ولایت کې په وار وار د ملي اردو سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.