Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: د القاعده ډلې په تړاو د بایډن څرګندونې د ا.ا د ژمنو پوره کولو تصدیق دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/03

 د القاعده شبکې پر وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت د دریځ په تړاو د امریکا د ولسمشر جو بایډن څرګندونو په کور دننه بېلابېل غبرګونونه لرلي.

که څه هم سرپرست حکومت له امریکا سره د دوحې په هوکړه کې د هر راز پټو مادو شتون په کلکه ردوي؛ خو د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې، د دې هېواد او اسلامي ‌امارت ترمنځ د دوحې هوکړې د پټو بندونو یوه برخه بللې او اسلامي امارت یې په سیمه کې د د امريکا نيابتي ډله بللې ده.

نبیل زیاته کړې:« ولسمشر بایډن د دوحې هوکړې د پټو ضمایمو په افشا کولو سره یو بنسټیز کار وکړ او له دې سره یې په سیمه کې د واګنر ګروپ په توګه د طالبانو ماهیت لا روښانه کړ.»

د  اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د امریکا ولسمشر جوبایډن څرګندونې خپلو هغو ژمنو ته پابندي او د پوره کولو تائید بولي، چې له امریکا سره يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کړې دي.

مجاهد زیاته کړې:« د جو بایډن خبرې د اسلامي امارت اعلان شویو ژمنو ته پابندي ثابتوي. د جوبایډن خېلو غلامي خو هغه وه چې د هغو مسلحو ځواکونو د پېشقرول رول دې لوبوه. زرګونه امریکایي لښکر دې په کور کې ګرځیدل، د غلامۍ په بدل کې دې ډالري امتیازات ورڅخه اخېستل او په مقابل کې دې پوره ۲۰ کاله د خپل مسلمان ورور په کور د چاپې، بمبار، وحشت او ظلمونو جاسوسي کوله.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جو بایډن د خبرو په تائید په افغانستان کې د القاعدې ډلې پراخ حضور ردوي او یاده ډله د دې جوګه نه بولي چې له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو کې بریدونه ترسره کړي.

هغه زیاته کړې:« القاعده په افغانستان کې ډېرې لږې زیربناوې لري. دا شونې نه ده چې دغه ډله دې تر را روان زېږدیز کال پورې د دې وړتیا ولري، چې له دې هېواده بهر په مستقیم ډول پر نورو هېوادونو کې خپل بریدونه تنظیم کړي.»

د القاعده شبکې په تړاو د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې د نړیوالې ټولنې، د سیمې او ګاونډ هېوادونو استازو نږدې په هره ناسته کې پر سرپرست حکومت د ترهګرو ډلو د ملاتړ او په افغانستان کې یې د حضور تور پورې کاوه.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist