د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د لوی اختر رارسېدو په مناسبت په یوه پيغام کې ولس ت د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې او رغنده سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
د پیغام یوه برخه:« اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې او رغندې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.»
اخوندزاده په اختریز پیغام کې ویلي، د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او پر وینا یې نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي یا ورته لارښوونې وکړي.
د پيغام یوه برخه:« څرنګه چې موږ د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، همدا ډول نوروته هم اجازه نه ورکوو چې په هېڅ بهانه او عنوان زموږ په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ولري او یا موږ ته لارښونې وکړي.»
شیخ هیبت الله اخوندزاده د نشه توکو پرضد مبارزه بریالۍ بللې او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امارت په هلو ځلو د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې.
د پیغام یوه برخه:« د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې. د هېواد په نږدې تاریخ کې په لومړي ځل هېواد په اقتصادي لحاظ خودکفا شوی دی او د بیارغونې، زراعت، آبیاري، سړک جوړونې، د کانونو د استخراج او نورو برخو کې مهم ترتيبونه پيل او تر لاس لاندې نيول شوي دي.»
بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، له نړۍ او په ځانګړي توګه ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې مهمې دې او په خبره یې سرپرست حکومت باید په ځینو پرېکړو کې پر تغیر غور وکړي ترڅو د احسنه اړیکو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ شي.
له اقتصادي کړکېچ وېره دا وه چې بشري وضعیت به نور هم خراب کړي خو کارپوهان په دې اند چې حکومت اقتصاد له سقوطه ژغورلی خو د لا پرمختګ لپاره نورو اقداماتو ته اړتیا ده.
د اسلامي امارت مشر په اختریز پیغام کې له پولو د ساتنې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده هر ډول تعصبات له منځه وړل شوي، د هېواد ملي شتمنۍ لکه ګمرګي او مالیاتي عواید، کانونه،ځمکې، ځنګلونه او نور ملکیتونه چې د ملت مشترک مال دی له شخصي استفادې ژغورل شوي دي.