د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا نورستان ته په خپل سفر کې یوې ناستې د وینا پر مهال ویلي، عصري زده کړې د ژوند اړتیا ده او له دې پرته ژوند ستونزمن دی.
نوموړي ویلي، افغانستان باید له نړۍ سره سیال شي او په خبره یې دا کار له زده کړو پرته نه کېږي، چې ټول باید خپل اولادونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ویلي، د دغه ولایت د مرکز پارون په ګډون به ټولو ولسواليو کې لس دیني مدرسې جوړې کړي.