د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.
کندهار کې امنیتي مسوولین وايي، جګړه تېره ورځ مازیګر مهال د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سرو څاهانو سیمه کې هغه مهال شوې، چې کله سیمه کې افغان سرحدي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات کول.
امنیتي سرچینو ویلي، دوی د عملیاتو په مهال د پاکستاني ملیشو او طالبانو له مقاومت سر مخ شول، چې د طالبانو په شمول لس تنه ملیشه په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
یوې بلې امنیتي سرچینې ويلي، د یادو افغان سرحدي سرتيرو مرستې ته پر لارې مرستندویه افغان ځواکونو باندې چاودنه شوې چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.