Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دی

عبدالکبیر: اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/24

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال چنګاښ پر ۲مه» په کابل کې  د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې اوغلو ویلي، اسلامي امارت د امنیت د تامین، فساد ضد مبارزې او نشه یې توکو د لمنځه وړلو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي چې نړیواله ټوله یې قدردانی کوي او چارې یې له نږدې څاري.

اوغلو زیاته کړې چې نړیواله ټولنه غواړي اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري، افغانستان په سیمه کې د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سترو سیمه ييزو پروژو په پلي کولو کې مهم رول لري او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د داخلي امنیت د ټینګښټ ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د ښو اړیکو جوړولو ته ارزښت ورکوي.

اخوا مولوي عبدالکبیر بیا ویلي، افغانستان د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو فعال غړی دی او په افغانستان کې د دغه سازمان رول مهم دی او د پیاوړتیا غوښتنه یې کوي.

عبدالکبیر ويلي، اسلامي امارت له  نړۍ سره د متقابل احترام په فضاء کې مثبت تعامل غواړي او تمه لري، چې د دې تعامل لپاره لار هواره شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې چې اسلامي امارت ټولګډونه حکومت ته ژمن دی او په اوسني نظام کې د افغانستان د هر قوم او ولایت خلک په لوړو او ټيټو بستونو کې کار کوي.

د عبدالکبیر په وینا، اسلامي امارت هېچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او په دې اړه شته بې بنسټه ادعاوې په کلکه ردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist