مسکو وايي امریکا دې افغانستان کې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.
امریکا دې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدی پاملرنه وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ورستیو پېښو په غبرګون خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسیدلې او په دې اړه د یوناما راپورونه هم شته.
دغه وزارت ویلي امریکا باید په افغانستان کې په خپلو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
روسي ديپلوماتان د نشه يي توکو سربیره افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې د امریکا او ناټو ماموریت ناکام بولي.