د برښنا شرکت رد کړه چې دوی دې د ازبکستان پورړوي وي.
برښنا شرکت هغه اوازې رد کړې چې ګنې افغانستان د وارداتي برښنا برخه کې د ازبکستان هېواد دري شپیته میلیونه ډالر پوروړی دی او د نه ورکولو له امله یې برښنا پرې شوې ده.
برښنا شرکت وایي، هر کال ازبکستان ته د یو کال پیسې مخکې له مخکې ورکوي او اوسنۍ پارچاوي په سالنګ کې د پایې چپه کېدو له امله ده.
دغه شرکت وایي، په ژمي کې ۴۵۰ میګاواټه برښنا تولیدوي، خو د خلکو تقاضا ۷۵۰ میګاواټه وي .
ژمي ته لا په مخکې شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي، خو د برښنا پارچاوي له اوسه پیل ده.
شمشاد ته یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط وویل چې د برښنا شرکت پورونه زیات شوي دي.
سرچینې داسې ویلي (( برښنا شرکت د ارګ، ځینو وزارتونو او زورواکو لخوا د برښنا بل د نه ورکړې له امله د ازبکستان هېواد دري شبیته میلیونه پوروړی دی او له همدې امله ازبکستان پر افغانستان برښنا پرې کړي ده.))
خو د برښنا شرکت دا ادعا رد کړې او وایي، هر کال مخکې له مخکې ازبکستان ته د مالوم مقدار برښنا لګښت ورکوي چې په بدل کې یې افغانستان ته برشنا ورکوي.
ټاکل شوې وه د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې له ازبکستان او ترکمنستان څخه افغانستان ته د برښنا نوي مزي غځېدلی وایي، چې شته ستونزه به حل وای، خو دغه چاره د تخنیکي او محلي ستونزو له امله ۲۰۲۰ کال ته وغځېده چې شاوخوا شپږ میاشتې وروسته به وصل شي.
برښنا شرکت په پام کې لري چې د خلکو لپاره د بام په سر لمریزې برښنا او بایلر سیستم جوړ کړي چې پنځوس سلنه لګښت به د کور خاوند او پنځوس سلنه به برښنا شرکت ورکوي، خو د کور خاوند به د برښنا شرکت پور په قسطونو ورکوي.