خوړو ته د نه لاس رسي له امله افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د یونیسف ادارې د مالوماتو له مخې، افغانستان کې هرکال دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ کېږي.
د دغه ماشومانو له ډلې ۶۰۰ زرو وضعیت ډېر خراب دی او باید تر درمنلې لاندې ونیول شي.
یونیسف ویلي، ډیری دغه ماشومان تر پنځو کلونو کم عمرونه لري چې په تړاو یې جدي اندېښنې شته.
جګړه، اقتصادي ستونزې او د پوهې کچې ټیټوالی، افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ عمده لاملونه بلل کېږي.
خبرداری دا دی که، اړوندې ادارې د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار نه شي، په نږدې راتلونکې کې به یو ستر بشري ناورین رامنځته شي.