د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل وروستي راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د پاکستان تحریک طالبان، د مقاومت ملي جبهې په نوم ډلې او القاعدې په فعالیت سره د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونه له ګواښ سره مخ دي.

د راپور یوه برخه:« طالبان د داعش او د حکومت ضد نورو ډلو په ځانګړې توګه په پنجشیر کې د فعالې مقاومت ملي جبهې له لوري، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له راتګ سره په پنجشیر کې منسجمه شوې له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ کړي. افغانستان اوس هم د تحریک طالبان پاکستان او القاعده ډلې په لرلو سره د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو لپاره د یوه ګواښ په توګه مطرح دی.»

خو اسلامي امارت د سیګار دغه راپور ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نشته او په خبره يې یاده اداره ځینو ترهګرو کړیو ته په کمپاین کولو بوخته ده، چې ګاونډیو هېوادونو ته اندېښنې جوړوي.

مجاهد زیاته کړې:« موږ د سیګار دغه راپور او پروپاګند په کلکه ردوو. اسلامي امارت به هېڅ کومې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي. له اوسني امنیت او ثبات سره امریکا بیا څه ستونزه لري چې دا ډول اندېښنې خپروي، پروپاګند کوي یا د داعش په څېر شومو پدیدو ته په کمپاین بوخته ده او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تشویشونه زیاتوي؟»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، بې شواهدو نیوکې واقعیت نه لري، خو اسلامي امارت ته په کار ده چې په خپله پالیسۍ کې اړین بدلون راولي تر څو نړیوال له افغانستان سره تعامل ته زړه ښه کړي.

د سګار دا راپور داسې مهال خپرېږي چې له دې وړاندې ځينو پخوانيو امریکایي چارواکو هم په افغانستان کې القاعده د انسجام په حال کې بللې، خو اسلامي امارت دغه ډول بې اساسه څرګندونې په ځلونو رد کړي دي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ