Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان د انس حقاني د خوشې کېدو په لټه کې دي

admin by admin
2019/10/14

طالبان په دې لټه کې دي، چې انس حقاني بیرته خپلو ملګرو سره یو ځای ازاد شي.

پاکستان کې د امریکا او طآلبانو په لیدنه کې په دې اړه خبرې شوي چې څنګه کیدای شي انس حقاني له یو شمېر نورو طالبانو سره یوځای ازاد شي.

باور کېږي چې هغه د دوو امریکایي استادانو په بدل کې له زندان ازادیږي چې طالبانو نږدې دوه کاله وړاندې کابل کې تښتولي وو.

د حقاني شبکې د موسس جلاالدین حقاني کشر زوی انس حقاني په ۲۰۱۴ کال کې په خوست ولایت کې ونیول شو، د هغه په اړه داسې هم ویل کېږي چې په بحرین کې نیول شوی و او وروسته ملي امنیت ته سپارل شوی و.

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا داسې وویل (( زه فکر کوم حقاني به د خپلو نورو ملګرو سره یو ځای بندي وي او داسې ښکاري چې را خوشې شي.))

پاکستان ته د طآلبانو او امریکا پلاوي د ورتګ پرمهال خبرې شوي چې هغه به د دوو هغو استادانو په بدل کې ازادیږي چې طالبانو کابل کې له امریکایي پوهنتون څخه وتښتول او اوس ورسره بندیان دي.

پاکستان کې د افغان سفارت مالومات ښيي چې اسلام اباد کې د امریکا، طالبانو او پاکستان لوري وروستۍ خبرې د بندیانو په تبادلې وې.

پاکستان کې افغان سفیر شکر الله عاطف مشعل داسې وویل (( افغان حکومت خپل نظر څرګند کړی، هلته خبرې د بندیانو په ازادیدو وې، چې امریکا یې غوښتنه کوله، او موږ په ټوله کې یو نظر لرو دداسې مجلسونو چې د سولې په اړه وي چې افغان حکومت په کې په جریان کې نه وي او یا د افغان حکومت په همغږئ ترسره نه شي نه یوازې دا چې سولې ته به ګټه و نه رسوي بلکې تاوان به هم ور واړوي.)) 

طآلبانو یو کال وړاندې د دوو هغو امریکایي استادانو ویډو خپره کړه چې خبرداری په کې د د هغوی ناسم روغتیایي حالات وو.

طالبانو په خبرپاڼه کې هغه مهال ګواښ کړی و که امریکا د خپلو اتباعو په اړه فکر ونه کړي د ناسم روغتیایي وضیعت له امله به مړه شي.

حقاني شبکه د زیاتو پېچلو بریدونو وړتیا لري او باور کېږي چې حکومت هغه د فشار لپاره ساتلی چې د لویو بریدونو مخه پرې ډب کړي خو له دې سره سره حقاني شبکې خپل بریدونه نه دي بند کړي.

د بندیانو خوشې کېدل او تبادله د سولې د پروسې د تقویت لپاره مهم کار بلل کېږي چې ټینګار پرې زیات ده.

د ولسي جرګې غړی جاوید ساپی داسې وايي (( د دوو امریکايي استادانو د خوشې کیدو په بدل کې د انس حقاني خوشې کول د سولې نوی باب دی او موږ ته هیله راکوي.))

طآلبانو ټینګار پخوا دا و د امریکایي استادانو په بدل کې هم انس حقاني ازاد کړي او هم د تحریک طالبانو مرستیال ملا برادر چې اوس په قطر کې اوسي او د سولې د خبرو اترو لپاره د طالبانو استازولي کوي.

د انس حقاني د ازادېدو په اړه اندېښنې شته چې خوشې کېدل به یې د جګړې لوری کمزوری نه کړي.

د انس حقاني په اړه مالومات نه شته چې هغه په کوم زندان کې ساتل کېږي.

د ملي امنیت پخواني مالومات ښي چې هغه په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په هغو ځایونو ګرځول شوی چې حقاني شبکې په کې بریدونه کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist