د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د تورخم ګمرک منسوبینو په یوې صادراتي محموله کي د کونزیټ په نوم د ٧٢ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه قیمتي ډبرې په ډېر مهارت سره ځاي پر ځاي شوي وې او غوښتل یې چې پاکستان ته یې قاچاق کړي.
خبرپاڼه کې د دغو ډبرو د قاچاق په تور د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ډبرو سکرو په صادراتي محموله کې د څلور ټنه میده شوې لیټیم ډبرې چې پاکستان ته قاچاق کېدې مخه یې نیول شوې ده.