پولیسو د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو مهم کس نیولی دی.
ننګرهار کې دداعش ډلې یو مهم ډلمشر ونیول شو.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، دا عملیات تیره ورځ ناوخه بټي کوټ ولسوالۍ کې شوي دي.
نیول شوی کس ابراهیم نومیږي، چې تیره ورځ د ملي پولیسو په عملیاتو کې ونیول شو.
خوږیاڼی وايي، ابراهیم جلال اباد ښار کې بیلا بیلو دولت ضد پېښو کې لاس درلود.