Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې

هلمند کې کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/14

انجه چې کښت يې وړاندې کلونه د هېواد په شمال کې دود وه، دا مهال يې په سوېلي ولايتونو کې هم بزګران د نشه‌يي توکو پر ځای د ګټې وټې په موخه کري.

۳۲ کلن محمد علي د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د سیدانو کلي اوسېدونکی دی وايي، پر یو جریب ځمکه یې انجه کرلې.


محمد علي وايي، انجه کمې اوبه او خواري غواړي او ګټه يې هم د کوکنارو د کښت پرتله څو برابره زیاته ده.

محمد علي زیاتوي:« د انجې کښت په لومړیو ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې اوبه غواړي، کله چې شنه شي، بیا یوه یا یوه نیمه میاشت اوبه نه غواړي.» 


په هلمند کې د کرنیزو چارو کارپوهان بیا وايي، د دغه ولایت اوبه او هوا د انجې کرکیلې ته خورا ښه ده او په خبره یې دا مهال د دې ولایت په ګرمسېر، ګرشک او نوزاد  ولسوالیو کې یې ښه حاصل ورکړی دی.


هلمند کې د انجي زراعتي شرکت مسوول شیر محمد نیکزاد  وايي:« انجه په افغانستان کې له پخوا و خته وه. افغانستان پراخه دښتې لري او دا خپله یو طبعي بوټی دی، خو وړاندې دومره توجه ورته نه کېدله، لکه څنګه چې اوس ورته  کېږي. موږ په هلمند کې له تېر کال راهېسې د انجې کښت ته مخه کړې، په دې خاطر چې په افغانستان کې کوکنار بند شول او د بزګرانو لپاره ښه بدیل دی. د انجې محصول د کوکنار پرتله درې یا څلور برابره زیات دی.»

بل خوا د هلمند  د اطلاعاتو او کولتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي، انجه د کوکنارو ښه بدیل دی او کروندګر باید  ورته مخه کړې.

ریاض زیاتوي، دا مهال د هلمند په یوشمیر ولسوالیو کې کروندګرو د انجې کښت کړی، خو په خبره یې هڅه کوي کروندګر د انجې کر ته وهڅوي.


انجه وړاندې یوازې د هېواد په شمالي ولایتونو کې کرل کېده، خو په هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته سویلي ولایتونو کې هم د د دودېدو په حال کې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist