بلخ ولایت ته په دې وروستیو کې د لرغونو سیمو لېدو په موخه د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.
تازه بلخ ولایت ته د ایټالوي سیالانیانو یوه ۹ کسیزه ډله ورغلې او د دې ولایت له لرغونو اثارو او سيمو یې لېدنه کړې.
یو تن سیلاني لوکا وايي:« زه ښه احساس لرم، چې افغانۍ جامې مې پرتین دي. واقعیت چې دا جامې د افغانستان اب او هوا سره تعلق لري. کله چې ایټالیا ته لاړم، نو همدا جامې به هلته هم کاروم.»
ایټالوي سلانیان وایي، بهر کې د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کېږي او په خبره يې داسې يې نه انګېرله، چې افغانستان به يو امن او د طبعي ښايست درلودونکی هېواد وي.
سیلانۍ راضیه وايي:« زه په لومړي ځل افغانستان ته راغلمه. هغه ټول درواغ وو، چې بهر کې مې د دې هېواد په اړه اورېدل. زه د خوښۍ احساس کوم، چې د دې هېواد ښکلاوې ګورم.»
سیلانی ربرتو بیا وايي:« د دې هېواد ښکلاوې او تاریخي ځایونو په اړه مې اورېدلي وو، خو نن یې له نږدې گورم. زه یې حیران کړم او د افغاني ټولنې مثبت واقعیتونه راته مالوم شول. زه پر نورو بهرنیو سیلانیانو هم غږ کوم چې د افغانستان له تاریخي ځایونو لېدنه وکړي.»
په همدې حال د بلخ ولایت اطلاعات او کولتور ریاست د ګرځندوی برخې مسوول عبدالواحد احدي وایي، سږکال د دي ولایت له تاریخي ځايونو او اثارو څخه له ۳۲ هېوادونو راغلو سیلانیانو لېدنه کړې او لا هم دغه لړۍ دوام لري.
د هېواد په شمال کې بلخ ولایت له سلو زیات تاریخي ځايونه لري، چې هر کال د سلګونه بهرنيو او کورنیو مېلمنو کور به وي.
حضرت علي ته منسوبه روضه، خواجه پارسا، د رابعه بلخي مزار، د مولانا جلال الدین محمد بلخي پلار خانقا، د حضرت شیش ع مزار، او حاجي پیاده د دې ولایت مهم تاریخي ځایونه دي.
د یاودنې وړ ده، چې د ایټالوي سیلانیانو دا ډله له بلخ وړاندې کابل، باميان او هرات ولایتونو ته هم تللې وه.