پېښور کې افغان قونسل له پاکستان سره د اوبو د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
په پېښور کې افغان قونسل له پاکستان غوښتي چې د اوبو په تړاو د ستونزو حل لپاره دې خبرو ته کېني.
په پېښور کې افغان قونسل معین مرستیال ویلي، د پاکستان حکومت دې د افغان حکومت سره ګډه ناسته جوړه کړي او د ملګرو ملتونو او نړیوالو اوبو قانون په رڼا کې دې د اوبو ستونزې حل کړي.
مرستیال ویلي، دواړه خواوې دې په سوداګرۍ برخه، ډيورنډ فرضي کرښې او همداراز د کډوالو ستونزو په تړاو کېني او حل لاره دې پیدا کړي.
هغه له ایران سره د اوبو پر سر روانو ستونزو ته په اشارې ویلي چې دغه ستونزې به ډېر ژر حل شي.