د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له الجزېرې ټلوېزيون سره په مرکه کې يو وار بيا د افغانستان په اړه د خپل هېواد دريځ روښانه کړی او وايي، چې د افغانستان په اړه يې ليدلوری د نړيوالې ټولنې له دريځ سره يو شان دی.
زرداري له افغانستان سره د نړيوالو پر تعامل ټينګار کوي، خو ترڅنګ يې د افغانستان له سرپرست حکومت هم غوښتي چې د بشري حقونو د تحقق، د نجونو زدهکړو او د ترهګريزو فعاليتونو په موخه د افغانستان د خاورې نه کارېدو په اړه له نړيوالو او په خپله له افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي.
هغه زیاته کړې:« موږ اوس هم باور لرو چې تعامل حل لاره ده. نه يوازې پاکستان، بلکې ټوله نړيواله ټولنه هم بايد له افغانستان سره تعامل وکړي. ځکه دا زموږ د ټولو پر ګټه ده، چې افغانستان خوندي او باثبات هېواد شي.»
نوموړی د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا د تحريک طالبان پاکستان ډلې فعاليت د افغانستان او پاکستان پر اړيکو اغېز کولی شي؟ وايي، دا بحث د يوې مشاجرې تر حده دی او په خبره يې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د پاکستان تر حاکميت لاندې سيمو کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي.
زرداري زیاته کړه:« په ځانګړې توګه د تحريک طالبان پاکستان له لوري تهديد يوه مشاجره ده. د کابل له سقوط وروسته موږ په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو په شمېر کې د زياتوالي شاهدان يوو. موږ په دې اړه د افغانستان له واکمنانو سره په اړيکه کې يو او ترې غوښتي مو دي، چې د داسې ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.»
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه وايي، خو وړاندې يې ويلي، حکومت له نړيوالې ټولنې سره ژمنې عملي کړي او اوس وار د نړيوالې ټولنې دی، چې له افغانستان سره ژمنې څنګه عملي کوي؟
اخوا د سياسي چارو شنونکي وايي، هېوادونه د خپلو موخو خونديتوب لپاره د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې له دريځ سره همغږي ښيي او له همدې کبله د سرپرست حکومت سيمهييزو متحدان نه دې توانېدلي، چې د افغانستان حکومت پر رسميت وپېژني.