زلمی خلیلزاد دې د افغان سولې د نهه پړاو خبرو وضاحت افغان ولس ته ورکړي.
د مشرانو جرګې غړو ویلي، د سولې خبرې له طالبانو سره د پاکستان په کوربتوب پاېله نه ورکوي او د افغان حکومت له ګډون پرته ورته د منلو نه دي.
سناتورانو د سولې په اړه د حکومت او سیاسیونو پاشلي دریځونه د شرم وړ وبلل او غوښتنه يې وکړه، چې د سولې لپاره دې واحد دریځ رامنځ ته شي.
د مشرانو جرګې د افغان سولې لپاره طالبانو ته د پاکستان بلنه د ډيپلوماټیکو اصولو خلاف کار وباله او نیوکه یې وکړه چې افغان حکومت په دې برخه کې داګیز دریځ نه لري.
محمد نادر بلوڅ او ګلالۍ نور صافۍ پر سیاسیونو نیوکه وکړه، چې په جګړه کې یې ګټې دي او د سولې لپاره کار نه کوي.
بلخوا د مشرانو جرګې غړي غلام محی الدین منصف او انارکلي هنریار ټینګار لري چې د سولې خبرې دې د افغان خاورې په یوې څنډه کې ترسره شي، نه په هغه هېواد کې چې کلونه کلونه یې ترهګر روزلي.
د مشرانو جرګې رییس طالبان ترهګر وبلل چې په خبره یې پرته د افغانانو د وینې له تویولو بل هیڅ څه ته ژمن نه دي.
مشرانو جرګه په داسې مهال له طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو ته د حاضرېدو غوښتنه کوي، چې طالبان د سیمې په هېوادونو ګرځي، تر څو امریکا یو ځل بیا د خبرو میز ته کیني.