Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور له حقایقو لرې او د تبلیغاتو تکرار دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/12

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو په خپل وروستي راپورکې د افغنستان پرحکومت تورونه پورې کړي چې ګني د مشرانو ترمنځ یې اختلاف موجود دی، افغانستان د ترهګرۍ پر امن ځای بدل شوی ، د حکومت چارواکي د مخدره توکو قاچاق کې لاس لري او همداراز حکومت یې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له مخالفینو سره مرسته کوي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد  بیا  دغه راپور بې اساس او له تعصب ډکه بولي.

مجاهد دا راپور د تیرو شلو کلونو د بې ګټې پروپاګند تکرار یادوي او همدراز له افغان ولس او نظام سره یې ښکاره دښمني بولي.

دغه راز مجاهد  د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ اختلاف او همداراز د ګاونډیو هېوادونو له مخالفینو سره مرسته په کلکه ردوي چې په وینا یې چاته به اجازه ورنه کړي چې د  افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.

هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت  مشرانو ترمنځ د اختلاف شتون افواه د تیرو شلو کلونو د پرو پاګند دوام بولو. موږ دا هم چې اسلامي امارت د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له مخالفینو سره مرسته کوي یا د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف استعمالوي په کلکه ردوو. د راپور له محتوا ښکاري چې یاخو یې لیکونکی د معلوماتو له خلا سره مخ و یا قصدا حقایق تحریفوي او یایي هم د معلوماتو سر چینې د اسلامي امارت تښتیدلي مخالفین دي او اسلامي امارت ټینګار کوي چې خپلو ژمنو ته متعهد دی.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي هغه څه چې په دې نظام کې نشته هغه تعصب دی او په دې تړاو یې دښمنانو زیات تبلغات کړي دي.

سراج الدین حقاني په افغانستان کې د نړیوال ځواک ماتیدل د دوی ترمنځ د یووالي نتیجه یادوي او د بیلګې په توګه یې نړیوالو ته وړاندې کوي.

حقاني زیاته کړې:« زه تاسو ته ډاډ درکوم چې په دې نظام کې هېڅ شخصي تعصب نشته دی، که هرڅومره دښمنانو تبلغات کړي دي او په قومونو یې ویشلي یو خو په دې نظام کې دا توپیر نشته دی. متحد ملتونه چې هرڅومره په دنیا کې مشکلاتو مبتلا شي نو د دوی  د اتحاد له برکته الله ج نړیوال قوت موږ ته په ګونډو کړ.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، ملګري ملتونه خپلواک نه دي او هغه څه چې واشنګټن غواړي دوی یې ترسره کوي.

دوی په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور  د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله ده او دا کار یې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره ترسره کړی دی.

د شنونکو په خبره، دا  راپور د هغو کسانو له لوري جوړ شوی چې په نړیواله کچه د اسلامي فکر او اسلامي نظامونو پر ضد لابي کوي.  

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم وايي:« د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري چې کوم راپور د افغانستان په تړاو نشر شوی دی، په بشپړه توګه یو طرفه دی او  د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ملګري ملتونه له امریکا پرته په نړۍ کې هېڅ هم نشي کولی. دا هم په خپله بشري جنایت دی چې د افغانانو او افغانستان په هکله یې ترسره کوي لکه اوس چې یې ویلي دي د طالبانو په منځ کې اختلاف موجود دي دا د دې لپاره  دي چې دوی د بحران په  سیمه کې وساتي او خپل اقتصادي او سیاسي اهدف ترلاسه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د ملګرو ملتونو له لوري چې کوم راپور خپور شوی دی، د بې طرفۍ اصل یې تر پښو لاندې کړی دی. د دغه راپور طراحان او بنسټ ګر هغه خلک دي چې د اسلامي نظام او اسلامي فکر پر ضد په نړیواله کچه لابي کوي.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، د ملګرو ملتونو  امنیت شورا دغه راپور له نړۍ سره د اسلامي  امارت د تعامل لپاره یوه منفي تګلاره رامنځ ته کړې او د افغانستان حکومت رسمیت پيژندنې ته یې لار نوره هم اوږده کړې.

هغه زیاتوي:«  دغه راپور له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل لپاره یوه منفي تګلاره وضع کړې. له دې راپور له مخې داسې نه ښکاري چې د روان کال تر پایه دې د نړیوالې ټولنې له لوري له تورلیسته د اسلامي امارت مشرانو د نومونو اېستلو او یاهم د دولت د رسمیت پیژندنې په برخه کې دې ګوم کوټلی ګام پورته شي.»

اسلامي امارت وايي، د ملګرو ملتونو له لوري  د دغه ډول منفي راپورونو نشر نه یوازې دا چې د افغانستان او نړۍ له سولې او امنیت سره مرسته نه شي کولی، بلکې د خلکو د اندیښنو زیاتوالي لامل کیږي او همدا راز د ملګرو ملتونو پر خپلواکۍ او بې پرېتوب شکونه لا زیاتوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist