د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې له ټاکنو ملاتړ کوي.
د ټاکنو کمیسیون وایي، د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هیوادونو د باور وړ بنسټ دی او له ټاکنو څخه د دې سازمان ملاتړ پر دې پروسې د افغانانو باور نور هم پیاوړی کوي.
تیره ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي یوسف العثیمین په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه سازمان په ټول قوت په افغانستان کې له ټاکنو ملاتړ کوي.
دغه راز العثیمین پر نوماندانو وروستي بریدونه غندلي دي.
نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د رڼو ټاکنو لپاره یې د افغان حکومت له هوډ ملاتړ کړی.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو د ټاکنو ملاتړ کړی و او په یوې اعلامیې کې یې څرګنده کړې وه چې دا د افغانانو حق دی چې په خپله خوښه په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته راییه ورکړي.