د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د حکومتوالۍ پرڅرنګوالي، د افغان نجونو او ښځو د کار او زده کړو او امنیتي احتمالي ګواښونو په تړاو راپور خپور کړی.
راپور کې پر اسلامي امارت نیوکه شوې، چې حکومت یې ټولګډونه نه دی او په افغانستان کې واک د حاکم نظام د مشر له لوري انحصار شوی او د خپلو شخصي باورونو له مخې یې حکومت رامنځته کړی دی.
د راپور یوه برخه :« د طالبانو مشرتابه پر واک ولکې او انحصار ته لومړیتوب ورکړی او د یوه نوي دولت خلاف یې د خپلو باورونو سره سم یې حکومت رامنځته کړی. واک په زیاتېدونکي توګه د طالبانو د مشر په لاسونو کې متمرکز شوی چې خپله په کندهار کې دی او د یو شمېر وزیرانو او مذهبي شخصیتونو لخوا یې ملاتړکیږي چې د حکومتولۍ په تړاو د هغه له ایډیولوژیکي لید سره سمون لري.»
اسلامي امارت که څه هم دا په ډاګه کړې چې د افغان نجونو د ښوونځیو مسله لنډمهاله ده او د مناسب چاپېریال او منظم میکانیزم له رامنځته کېدو وروسته به نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي، خو سیګار په خپل دې راپور کې د نجونو د زده کړو د ځنډېدلو پر پرېکړې او داوم نیوکه کړې.