افغان او بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د واده مراسمو باندې هوايي بریدونه کړي.
هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په مهال ملکي وګړو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
عملیات تیره شپه موسی کلا ولسوالۍ کې شوي دي.
د ولایتي شورا رییس عطا الله افغان وايي، هوايي بریدونه او عملیات د واده پر مراسمو شوي چې ۳۵ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
د هلمند ولایتي شورا یو بل غړی عبدالمجید اخندزاده وايي، دغو بریدونو کې له ۴۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
دفاع وزارت بیا وايي، ، موسی کلا کې یې ۲۲ بهرني طالبان وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي.
سرچینې ادعا کړې ده چې د نیول شویو ۱۴ وسله والو په ډله کې ۵ پاکستاني او یو بنګلدیشی دی.
د هلمند ایمرجنسي روغتون بیا وايي، دوی ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ټپیان ور وړل شوي او یوه ښځه د ژورو ټپونو له امله مړه شوې ده.
طالبان وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو دغه عملیات په ملکي وګړو کړي لسګونه کسان یې وژلي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
دفاع وزارت هم د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ورکړل شویو راپورونو د څیړنو ویلي او وايي، دوی به له څیړنو وروسته پایلې له رسنیو او خلکو سره شریکي کړي.