• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیې یوځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

روسیې یوځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/07

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاجکستان پلازمېنه دوشبنې کې له خپل تاجکستاني سیال سره د ګډ  خبري کنفرانس پر مهال وویل، دوی په افغانستان کې په سیاسي او قومي لحاظ د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو او له افغانستانه د تروریزم، غیرقانوني کډوالۍ او مخدره موادو د قاچاق د خطر پر وړاندې د مبارزې غوښتنه لري.

 

دغه راز نوموړي ویلي،د افغانستان د مسلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړیوال پلانونه لري،چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.

د روسیې ټاس خبري آژنس ویلي، لاوروف په تاجکستان کې د روسیې له یوې پوځي اډې د لیدنې پرمهال ویلي چې واشنګټن له نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او غواړي، چې خپل نظامي تاسیسات بېرته د افغانستان ګاونډیو هېوادوانو ته ولېږدوي.

 

له دې وړاندې هم  روسیې او تاجکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو اسلامي امارت بیا  تل خپل حکومت ټولګډونه بللی دی.

 

که څه هم بیا ځلې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو دوه کلونه په پوره کېدو دي، خو د روسیې او تاجکستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم پر رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي
افغانستان

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

مې 28, 2025
ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي
افغانستان

ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

مې 28, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

چارواکي: هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنېږي

مې 28, 2025
حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي
افغانستان

حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

مې 28, 2025
د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې
افغانستان

د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

مې 28, 2025
شنونکي: له سیمې او نړۍ سره د تعامل لپاره باید ملي او نړیوالې مشروع غوښتنې ومنل شي
افغانستان

شنونکي: له سیمې او نړۍ سره د تعامل لپاره باید ملي او نړیوالې مشروع غوښتنې ومنل شي

مې 28, 2025

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

ملګري ملتونه: نړۍ کې څه باندې ۸۰ میلیونه تنه بېځایه شوي چې ډېره برخه یې افغانان دي

مې 28, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

ټاس: د اسلام امارت استازی د مسکو په نړیوالې امنیتي غونډه کې ګډون کوي

مې 28, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

چارواکي: هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنېږي

مې 28, 2025
حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

حنفي: ځینې هېوادونو د افغانستان کمزوري کولو هڅې پيل کړې دي

مې 28, 2025
د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

د انتالیا ناستې په دویمه ورځ د رسنیزې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وشوې

مې 28, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist