ولسمشر غني په زابل کې د طالبانو موټر بم برید غندلی او د ټولو ارزښتونو خلاف عمل یې بللی دی.
طالبانو د عامه تاسیساتو په ورانولو یو ځل بیا ثابته کړه چې جګړه یې د خلکو پر ضد ده او له وژنې او ویجاړۍ پرته بل کار نه لري.
ولسمشر غني د زابل ځانمرګی برید چې نن یې شل کسان ووژل او پنځه نوي نور یې ټپیان کړل، وحشیانه او د دیني او بشري ارزښتونو خلاف عمل وباله.
د زابل مرکز کلات ښار کې نن سهار ځانمرګي برید پراخ ویجاړی کړی او د یواځني دولتي روغتون سربیره یې یو شمیر نورې ودانۍ هم ویجاړې کړي دي.
طالبانو ویلي، برید یې د ملي امنیت پر ریاست کړی او د هغوی لسګونو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې تر ټولو زیات زیان د زابل ملکي روغتون ناروغانو او ډاکټرانو ته اوښتی دی.
له کندهار هم امبولانس موټرونه زابل ته ورغلي څو ټپیان د درملنې لپاره کندهار ته انتقال کړي.
دا له پوره مودې وروسته زابل کې د طالبانو خونړی ځانمرګی برید دی چې د چارواکو په خبره قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.