د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند د برښنايي تذکرو مرکز ته وسله وال ننوتي دي.
د والي ویاند د پېښې پخلی کړی خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې داوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
یوې باوري سرچېنې شمشاد ته وویل، بریدګر څلور تنه دي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویلي تر اوسه د پېښې له ځایه ورته پنځه مامورین او یو سرتیری په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د برید ساحه یې کلابنده کړې او افغان ځواکونه هڅه کوي چې زر تر زره برید کابو کړي.
د مرکز د ننه مامورین او مراجعین هم بند پاتي دي