Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: امریکا دې په خپله پرېکړه بیا غور وکړي

admin by admin
2019/09/17

د طالبانو یو پلاوی له مسکو وروسته ایران ته تللی او موخه یې د همکاریو پراختیا بلل شوې ده.

ایران چې پخوا یې د طالبانو پرضد د شمالي ټلوالې ملاتړ کاوه اوس یې له دې ډلې سره اړیکې ښې دي.

خو تهران ته د طالبانو سفر په داسې یو وخت شوی چې امریکا په ایران د ګوزار لپاره ځان ته پلمې لټوي.

له دې سره سره عباس ستانکزي ویلي، امریکا سره خبرو ته لېواله دي ،خو که امریکایي ولسمشر له خپل دریځ واوړي.

د طالبانو مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي داسې ويلي ))طالبان له امریکا سره مذاکراتو ته ژمن دي د امریکا ولسمشر دې هم په خپله پرېکړه بیا له سره غور وکړي او د مذاکراتو مېز ته دې راوګرځي.((

د امریکا له اړخه د سولې خبرو له درېدو وروسته طالبانو سره ملګري هېوادونه د بیا خبرو په پیل ټینګار لري، په دې هېوادونو کې ډېر یې د امریکا سیال هېوادونه دي چې په سیمه کې د امریکا حضور سره مخالف دي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم‌یار ټینګار وکړ، چې له ټاکنو وروسته دې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بیا پيل شي.

د امریکا او طالبانو د خبرو له پای وروسته د ډېرو ټینګار په بین الافغاني خبرو وو، خو افغان حکومت خپلې خبرې له طالبانو سره ځنډولي دي.

اوس ټینګار دا کېږي که خبرې پیلږي هم د طالبانو او امریکا ترمنځ دې وشي چې د جګړې اړخونه بلل کېږي.

امریکا تر اوسه پورې په خپل دریځ ولاړ ده او د خبرو له ځنډیدو وروسته یې دا پروسه مړه وبلله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist