د پروان ولایتي روغتون مشر قسیم سنګین رسنیو ته ویلي، د چاودنې له ځایه دوی ته ۲۴ جسدونه او ۳۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
دا چاودنه هغه مهال شوې چې پروان کې د دولت جوړوونکي ټیم کمپایني غونډې هم دوام درلود.
کورنیو چارو وزارت ویلي، چاودنه د چهاریکار ښار لومړۍ حوزې اړوند د تربیوي مرکز په لومړي نظام قرول کې شوې ده.
د پروان والي ویانده وحیده شهکار وايي، دا چاودنه هغه مهال شوې چې پروان کې د دولت جوړوونکي ټیم په ملاتړ کمپایني غونډه روانه وه.
دغې غونډې ته د دولت جوړوونکي ټیم مشر ډاکټر اشرف غني او د هغه مرستیالان هم ورغلي وو.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی دی.