طالبانو داسې لړۍ پیل کړې چې له امریکا سره د خپلو خبرو د جزییاتو شریکولو په موخه هغه هېوادونو ته سفرونه کوي چې د افغان سولې له بهیره یې اندېښنه درلوده.
په دغه لړ کې له روسیې وروسته اوس طالبانو خپل یو پلاوی ایران ته استولی چې د هغوی اندېښنې هم ورځواب کړي.
ویل کېږي، طالبانو له امریکایانو سره د لسو میاشتو خبرو متن له روسیې سره شریک کړی او په پام کې ده چې له ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان، اذربایجان، ترکیې او پاکستان سره یې هم شریک کړي.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، د طالبانو یو ۵ کسیز پلاوی چین ته تللی، درې تنه نور یې ازبکستان ته تللي او په پام کې ده چې د ملابرادر او عباس ستانکزي سربېره امیرخان متقي، ملا وثیق، ملا فاضل او نورالله نوري ترکیې ته لاړ شي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل تویټر لیکلي، د عباس ستانکزي په مشرۍ، د سیاسي دفتر درې کسیز هئيت مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او نورو چارواکو ته د مذاکراتو په هکله خپل موقف روښانه کړی.
سهیل شاهین لیکلي، روسیې د امارت موقف تائيد او د هوکړه لیک له مخې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ وکړ.
شاهین ویلي، د سياسي دفتر د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی ایران ته تللی او تیره ورځ یې د ایران د بهرنيو چارو وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي دي.