ټولو ولایتونو ته د ټاکنو حساس اوغیر حساس مواد رسېدلي دي.
د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو ته ۱۲ ورځې پاتې دي، چې له دې سره امنتیي سکټور ټولو ولایتونو ته د ځمکې او هوا له لارې د حساسو او غیر حساسو موادو د لیږد ډاډ ورکړ.
راتلونکې ولسمشریزو ټاکنې چې طالبانو د امنیت له اړخه ننګولي، دفاع وزارت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د بشپړ چمتوالي خبره کوي.
کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي، د ټاکنو ورځې لپاره یې ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیت ساتنې لپاره په دندو ګمارلي چې د نیږدې د پنځه زره ټاکنیزو مرکزونو امنیت به خوندي کړي.
ټاکنو کمېسیون ته هم امنیت په اوس کې لوی ګواښ دی، خو وايي له تخنیکي اړخه دوی د ټاکنو د ترسره کېدو لپاه بشپړ چمتو دي.
د ټاکنو لپاره داسې مهال ورځې را لنډیږي چې په بیلابیلو ولایتونو په ځانګړې ډول شمالي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې دې مسلې د ناامنۍ او مرګ ژوبلې ګراف لوړ کړی دی.