د ریاست الوزرا کفيل او سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د غبرګولي پر ۱۰مه» په کابل کې د بلخ له والي محمد یوسف وفا سره کتنه کړې.
کتنه کې د مولوي عبدالکبیر ویلي،چې له خلکو سره ښيګڼه او نرمي د اسلامي امارت پالیسۍ په سر کې ځای لري او په خبره یې دا پاليسي تر ډېره پلې شوې ده.
بلخوا د بلخ والي محمد يوسف وفا بیا د دې ولايت امنيتي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت په تړاو مالومات د ریاست الوزرا کفيل ته وړاندې کړي دي.
نوموړي زياته کړې، د بلخ ولايتي اداره له ځايي اوسېدونکو سره ښه همغږي لري او په خبره يې هڅه کوي،چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.