Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګراهام: له افغانستانه د سرتېرو ویستل به تېروتنه وي

admin by admin
2019/09/12

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام وايي، امریکا باید د خپل ملي امنیت لپاره په افغانستان کې اوږدمهاله پوځي حضور ولري.

له افغانستانه د سرتیرو ویستل به د سپټمبر یولسمې پېښه تکرار کړي.

امریکايي سناتور لیندسي ګراهام ویلي دا باید هېره نه کړو چې د سپټمبر یوولسمه په افغانستان کې پلان شوې وه، نو له دغه هېواد د ځواکونو ایستل ددې سبب کېږي چې دا پېښه بیا تکرار شي.

هغه ویلي ددې اړتیا ده چې امریکا د خپل ملي امنیت د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې اوږد مهاله حضور ولري.

ګراهام وايي په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې فعالیت کوي او د طالبانو جګړې شدیدې شوې دي.

دده په وینا اوس د سولې خبرې هم لغوه شوې دي او دی هڅه کوي په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ملاتړ جذب کړي.

لیندسي ګراهام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو ساتلو ته هم مهم بللی دی او په وینا یې دی به هڅه وکړي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist