ولسمشر غني یو ځل بیا ډاډ ښودلی چې هیڅ قدرت د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نشي نیولی.
ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
ولسمشر غني ویلي هیڅ قدرت نه شي کولی د ولسمشریزو ټاکنو مخه ونیسي.
که له یوې خوا د ټاکنو ترسره کېدو ته ۱۷ ورځې پاتې دي، تر څنګ یې ټاکنو کمېسیون د ترسره کېدو لپاره جدي او ګړندی کار روان کړی دی.
ولسمشر په تازه خبرو کې تر بل هر وخت د ټاکنو په ترسره کېدو یقیني ښکاري او ډاډ یې ورکړی چې هیڅ قدرت د ټاکنو مخه نشي نیولی.
ولسمشر محمد اشرف غني داسې وویل (( د ټاکنو لپاره د انتخاباتو کمیسیون امادګي نیولې او حکومت ټول هغه ګواښونه له منځه وړي چې خلک یې اندېښنه لري تاکنې به پخپل وخت ترسره شي او هیڅ قدرت نه شي کولی د افغانستان ولسمشریزو تاکنو مخه ونیسي.))
د طالبانو او واشنګټن تر منځ د سولې روانې پروسې په ټاکنو یو څه باور کم کړی وو خو اوس چې یاده پروسه په ځنډ کې واقع ده، د افغانستان د ټاکنو تله درنده او د ترسره کېدو لپاره یې قوت زیات کړی دی.
تحلیل دا دی چې ټاکنې ترسره کېدونکې دي، مګر وضعیت ته په کتو په پایلو تشویشونه موجود دي.
شنونکي امین الله شارق او عبدالباري عارض داسې وايي (( ټاکنې به وشي یا پخپله نیټه او یا څو ورځې له نیټې وروسته خو یو لړ ستونزې شته چې تر اوسه نا حل پاتې دي او کیدای شي د ټاکنو پاېلې بحراني کړي،،، ولسمشریزې ټاکنې به ترسره شي خو ډېرې ستونزې شته چې د ټاکنو امنیت به خوندي نه وي او حکومت باید ژر تر ژره د ټاکنو امنیت برخه کې لاس په کار شي.))
د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه تر اوسه کم رنګه دي، او اټکل هم دا دی چې سولې او روان امنیتي وضعیت په ټاکنو د خلکو علاقه کمه کړې وه، خو له دې وروسته به وکتل شي چې موجوده کم رنګه وضعیت څومره رنګین کیدلی شي.