Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان د سولې خبرو بیا پيل ته خوشبین دی

admin by admin
2019/09/09

پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ځنډېدو په تړاو ویلي، دوی افغانستان کې سوله ییز حل غواړي.

پاکستان ویلي، تل پر خپله هغه تګلاره ولاړ دي چې افغانستان کې شخړه د جګړې له لارې نه شي حل کېدای.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو بیا پیل ته خوشبین دی.

اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د سولې بهیر کې په ښه نیت او ګډ مسؤلیت زمینه برابروي او ښکیلې غاړې یې هڅولي چې په حوصله کار وکړي.

طالبانو د سولې هوکړې ته د رسیدلو خبرو د ځنډ پړه پر امریکا اچولې او په خبره یې، چې زیات زیان به هم امریکا وګوري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، څو ورځې وړاندې یې د امریکایي ټيم سره هوکړه لیک وروستی شو او متن یې د دواړو ټيمو د مشرانو لخوا په نښه او د قطر

چارواکو ته وسپارل شو.

شاهین پر خپل تویتر لیکلي، ټول پرې راضي وو او پر دې هم هوکړه وشوه چې د سولې هوکړې متن به د قطر هیواد اعلان کړي، چې په وینا یې ناببره د امریکا ولسمشر ټرمپ ټویټونه د

حیرانتیا وړ او  په خبره یې چې ټرمپ خپل باور زیانمن کړ.

له دې سره امریکا تر هغې له طالبانو سره د سولې خبرې بیرته نه پیلوي، تر څو طالبان په خپل چلند کې بدلون رانه ولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، هوکړه خو پر کاغذ وي، خو مهمه دا ده چې طالبان خپل چلند بدل کړي.

مایک پامپیو د امریکا اې بي سي ټلویزیون ته ویلي، له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم بېرته امریکا ته ستنېږي.

پامپیو تمه ښودلې چې طالبان به خپل چلند بدل کړي او هغو مسلو ته چې په اړه یې د میاشتو لپاره خبرې شوي بیا ځان ژمن کړي.

هغه ویلي، هیله لري چې له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې مسله هواره کړي او په وینا یې طالبان حاضر شي چې له افغان حکومت او تر هغې وروسته له ولسمشر غني سره وګوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist