Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شوېګو: امریکا په وسله والو ډلو د سیمې امنیت او ثبات ننګوي

شوېګو: امریکا په وسله والو ډلو د سیمې امنیت او ثبات ننګوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/27

د روسیې  دفاع وزیر سرګي شوېګو په بلاروس کې د ګډ امنیتي تړون سازمان ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور پیاوړی شوی دی.


شوېګو امریکا تورنه کړې،چې له همدې ډلو په استفادې غواړي،د مرکزي اسیا هېوادونو ته لار پیدا کړي او د سیمې هېوادونو ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې غیر مسووله وسله والې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي. موږ باور لرو، چې امریکا غواړي د دې ترهګرو ډلو له شتونه په ګټنې د سیمې وضعیت بې ثباته کړي. په راتلونکي کې، ګاونډیو هېوادونو ته د دې ډلو د نفوذ پراخوالي او په ځانګړي ډول د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو امکان لري. ناټو په افغانستان کې د شته ستونزو د حل پرځای غواړي،چې په مرکزي اسیا کې خپل حضور پیاوړی کړي، هغه څه چې د ګډ امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو او په ځانګړي توګه د مرکزي اسیا ټیکاو ته نیغ ګواښ دی.»


په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د  روسیې د دفاع وزیر د وسله والو ډلو شتون په تړاو څرګندونې بې ځایه اندېښنه، د امریکا او روسیې د سیالۍ برخه او د افغانستان د لاسي بې ثباته ښودلو هڅه بولي.


مجاهد یو ځل بیا افغانستان کې د هرراز ترهګرو ډلو شتون په کلکه ردوي او ډاډ ورکوي،چې هېڅ وسله والې ډلې ته به موقع ورنه کړل شي، چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

مجاهد زیاته کړې:« په دې اړه که بهرني هېوادونه له لویو سیالو هېوادونو سره هغه سیاسي مخالفت ښکاره کوي او بیا د افغانستان له خاورې استفاده کول غواړي، یا په سیاسي لحاظ افغانستان ناامنه ښودل غواړي، دوی باید دا کار ونه کړي. افغانستان امن دی. افغانستان کې ثبات شتون لري، د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه شته دی او افغانستان د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. د افغانستان اسلامي امارت ستراتیژي دا ده،چې د افغانستان امنیت او ثبات وساتل شي او هېڅ خپلسري شخص او ډلې ته اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.»


دغه راز د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي،چې روسیې چارواکي په ورته څرګندونو غواړي د مرکزي اسیا هېوادونه ترمنځ د ترهګریزو ګواښونو د پراخېدا وېره خپره کړي.

دوی زیاتوي، که له روسیې سره په رېښتیا هم سیمې ته د ترهګریزو ګواښونو په اړه وېره او یا هم شواهد وي، موضوع باید د ملګرو ملتونو له لارې له امریکا سره مطرح کړي، که نه نو روسیه دې له هغو بې مسوولیته او له واقعییته لرې څرګندونو لاس واخلي،چې د نړیوالو په اذهانو کې د افغانستان په تړاو بد انځور جوړ کړي.


د روسیې د دفاع  وزیر سرګي شوېګو د وسله والو ډلو شتون او د نورو هېوادونو د امنیت ګواښلو په تړاو څرګندونې داسې مهال دي، چې شااوخوا شپږ میاشتې وړاندې دافغانستان لپاره د کرملین ځانګړي استازي ضمیر کابلووف په افغانستان کې د ترهګرو پرضد د اسلامي امارت مبارزې ستایلې وه،خو ویلي یې ول، چې دغه مبارزه کافي نه ده او اسلامي امارت دې دغه مبارزه لا ګړندۍ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist