د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو په یوه ګډه خبرپاڼه کې پر ا.ا غږ کړی چې پر افغان ښځو او نجونو ټول هغه بندیزونه لرې کړي،چې د زده کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د هغوی د ګډون حقونه محدودوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازې او د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو څلورمه ناسته د افغانستان پر روان وضعیت د بحث لپاره د مې په ۲۵ او ۲۶ د ترکمنستان په پلازمېنې عشق اباد کې جوړه شوې وه.

دغه راز په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک چارواکو هم ګډون کړی و.

د دغې ناستې ګډونوالو د افغانستان له خلکو د ملاتړ په برخه کې د خپل کلک هوډ ترڅنګ، د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کولو او د ټولو افغانانو د مدني، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د افغانستان په تړاو د یادې ناستې ګډونوالو له افغانانو سره د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو هرکلی کړی دی.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ