تېرو دولس میاشتو کې نږدې څلور زره جنګي پېښو کې ۳۱۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۳۵۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، تېر یو کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګراف لوړ شوی چې ښکیلې غاړې پکې ملامت دي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د لوړیدو لامل په عامه ځایونو کې ځآنمرګي بریدونه او کلیو کې هوایي بریدونه ښودل کیږي.
د روغتیا وزارت مالومات داسې ښیی (( د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې په ۳۷۱۷ جنګي پېښو کې ۳ زره او ۱۱۰ تنه وژل شوي او ۱۳ زره او ۵۱۱ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کسانو کې ۱۴۱ ښځې او ۲ زره ۹۶۹ سړي وژل شوي او یو زر او ۲۴۱ ښځې او ۱۲ زره ۲۷۰ سړي ټپيان شوي دي.))
د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل دې وضعیت انديښمن کړی او زیاتوي چې هېچا د جګړې سرغړونکي مجازات نه کړل، نو ځکه ورځ تر بلې ته د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړېږي.
د راپورونو له مخې، تیره اګست میاشت او د سپټمبر لومړۍ اونۍ تر ټولو خونړۍ وې، طالبانو درې او داعش یو لوی برید کړی چې زیات ملکيان یې قربانیان دي، له دې سره ځینو ولایتونو کې شپيني عملیاتو کې ملکیان وژل شوي چې ننګرهار او لوګر یې بیلګه ده.
له دې سره ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغه تازه راپور کې هغو ننګونو ته اشاره شوې چې له مخې یې نړیوال باید افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکړي.