Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنټاګون: طالبانو سره د امریکا هوکړه د کومې معاملې په مانا نه ده

admin by admin
2019/09/07

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د عملي کیدو او لاسلیک پرڅرنګوالي خبرې روانې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد او په افغانستان کې د امریکايي ځوکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر دوحې ته رسیدلي او له طالبانو سره یې خبرې کړي.

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی اسلام اباد کې دی چې پاکستاني چارواکو سره افغان سوله باندې خبرې وکړي.

پنټاګون ویلي، له طالبانو سره خبرې او هوکړې په دې مانا دي، چې موږ دې له طالبانو سره معامله وکړو.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم له امریکايي لوري د وروستيو خبرو په تړاو ډاډ ښيی چې مثبت پرمختګونه پکې شوي دي .

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین داسې ویلي ((  له امریکایې لوري سره مو د شپې تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس درلود ملا برادر اخند او ورسره پلاوي یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود، دواړه مجلسونه مثبت وو او ښه پر مختګ وشو.))

د سولې د وروستي شوي تړون په تړاو د طالبانو او امریکا له خبرو ښکاري چې هیڅ ډول ستونزه نشته او لاسلیک ته چمتو ده.

د ولسي جرګې ځینې غړي بیا ټینګار کوي چې د سولې هوکړه لیک په لاسلیک دې بیړه وشي چې بین الافغاني خبرې پيل شي.

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ۱۷ کسیز پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی چې له پاکستاني چارواکو سره افغان سوله باندې خبرې وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر بیا ویلي چې دوی له طالبانو سره د سولې خبرې او هوکړه لاسلیک کوي، خو دا په دې مانا نه ده چې ګنې امریکا هر ډول معاملې ته چمتو ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist