امریکا دې په افغانستان کې خپل پوځي حضور نه ختموي.
امریکا د ې د ټولو سرتیرو د ویستلو تیروتنه نه کوي.
پخواني امریکايي جنرال جک کین ویلي، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به د ډیورنډ کرښې سیمو کې د القاعده شته غړي بیا راپورته شي او په افغانستان کې به جګړه وکړي.
کین ویلي، طالبان د جګړې نسل دی او پر سیاسي حل باور نه لري او ښايي خپلې جګړې ته دوام ورکړي.
جنرال جک زیاته کړې چې امریکا دې پر طالبانو باور نه کوي او په افغانستان کې دې د خپلو ځواکونو حضور ته ادامه ورکړي.
نوموړي د سولې هوکړې په اړه هم اندېښنه ښودلې او په خبره یې تر دې دمه هم ددغه هوکړې جزیات له خلکو سره نه دي شریک شوي چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.