• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جاپان کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو ناسته؛ ګډونوالو د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې

جاپان کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو ناسته؛ ګډونوالو د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/22

د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) مشرانو درې ورځنۍ ناسته چې د جاپان په کوربتوب دا ځل تر سر شوه،د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ په کې د افغانستان په تړاو هم بحثونه شوي دي.


یادو هېوادونو یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د ثبات او بشري وضعیت پر وړاندې ګواښونه زیات شوي او له اسلامي امارت یې غوښتي دي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې کړې ژمنې پوره کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دا اندیښنې شته دي، چې په افغانستان کې ثبات او ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت ته ګواښونه زیات شوي. موږ پر طالبانو غږ کوو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د دې ډاډ ورکړي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته د ګواښ ، د ترهګریزو کړنو د پلان، تمویل او ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره به نه کارول کېږي.»


له ترهګرۍ سره  د مبارزې ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو زده کړې او کار بله هغه موضوع ده،چې تل نړیوالو ستیجونو کې پرې خبرې کیږي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د ښځو پر وړاندې وروستي بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه بللې او په سمدستي توګه یې د بېرته اخېستلو غوښتنه کړې.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو په اړه د طالبانو له سیستماتیکو سرغړونو سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او د نه منلو وړ پریکړو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د پریکړو بېرته اخېستلو غوښتنه کوو. ټول افغانان باید د عامه ژوند په ټولو برخو کې له پوره، مساوي او مانا لرونکي ګډون څخه برخمن شي او بشري مرستو او بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی ولري.»


اسلامي امارت بیا د نړیوال دا ډول څرګندونې بې اساسه بللي او تل یې  له نړیوالو سره د ښه تعامل ویلي. د نړیوالو د اندېښنو سربیره  سرپرست حکومت لا هم ټنګار لري،چې  افغانستان کې امنیت راغلی دی او د جعلي اسناد پر اساس دې له تورونو لګولو ډډه وشي.


په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر هم په دې باور دي، چې افغانستان تل د ترهګرۍ قرباني پاتې شوی او په نظر يې ترهګر د دې هېواد له پولو بهر پټن ځایونه لري.


د اوو سترو صنعتي هېوادونو ګډونوالو له ترهګرۍ، ښځو حقونو ورکړې ترڅنګ له اسلامي امارت غوښتي دي،چې ټولګډونه حکومت او  د ملګرو ملتونو منشور ته دې درناوی وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 
افغانستان

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

جون 2, 2025
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

جون 2, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist