زلمي خلیلزاد د نهم پړاو خبرو جزیات ولسمشر غني سره شریک کړل.
د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې مهم مواد ارګ سره شریک شوي دي او افغان حکومت به یې په پوره دقت وڅېړي.
ارګ وايي، د سولې هوکړې مواد ورسره شریک شوي او په پوره دقت به یې وڅېړي.
د ولسمشر ویاند دا هم وویل، چې اوس هغه وخت تللی چې د افغانستان د سیاسي نظام طرحې به په نورو هېوادونو کې جوړېدې.
د ولسمشر ویاند په رسنیز کنفرانس کې دا هم وویل، چې افغان حکومت طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره شرطونه نه لري، خو د سولې لپاره شرطونه د سولې مشورتي لوی جرګې ټاکلي دي.
صدیقي وویل هغه وخت اوس تللی چې د افغانستان د سیاسي نظام طرحې به په نورو ځایونو کې جوړېدې.
ارګ له خپل اړخه د بین الافغاني خبرو لپاره پوره چمتووالی وښود او زیاتوي، چې د مخامخ خبرو لپاره د افغان حکومت پلاوی هم بشپړ شوی او اماده دی چې مذاکراتو ته داخل شي