کندز کې د شاهراه پولیسو باندې ځانمرګی برید شوی.
د کندز حوزوي روغتون ته څېرمه د شاهرا پولیسو ټولي ته نږدې ځانمرګی برید شوی دی.
لومړني مالومات ښیی چې په برید کې د شاهرا پولیسو د ټولي قومندان په ګډون شپږ تنه وژل شوي او شل تنه ټپیان دي.
سرچینه وايي، په ټپیانو کې ملکي کسان هم شامل دي.
سیمه د افغان ځواکونو لخوا کلابنده ده، او خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې د پېښې ځای ته داخل شي.
دغه برید چې شاوخوا درې بجې شوی تر اوسه یې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.