د پاکستان د پارلمان د اپوزیسیون مشر شهباز شریف ویلي که کشمير په اور کې سوځي کابل هم باید وسوځي.
د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر ورور شهباز شریف ویلي، دا امکان نه لري، چې کشمیر کې دې اور بل وي او کابل کې دې د سولې جشنونه ونمانځل شي.
د پاکستان د پارلمان د اپوزیسیون مشر او د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور شهباز شریف ویلي دا امکان نه لري چې کشمیر کې یې خلک، ماشومان او ښځې په اور کې وسوځي او پاکستان په افغانستان کې د سولې ضمانت وکړي.
د نواز شریف ورور شهباز شریف ویلي، که کشمیر په اور کې سوځي، نو کابل هم باید وسوځېږي.
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې د شهباز شریف له قوله لیکلي، چې دا به انصاف نه وي چې پاکستاني سرتېري او کشمیریان د کشمیر د خپلواکۍ لپاره وینه تویوي او افغانان د سولې د خوښۍ جشنونه وکړي.