ګردېز کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شو.
د پکتیا مرکز ګردیز کې یو پلی ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي، ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د حوزوي روغتون دروازې مخې ته ځان ته چاودنه ورکړي.
مسوولین وايي، پولیسو ځانمرګی بریدګر پرېنښود چې موخې ته ورسیږي، او اړ شو چې ځان ته چاودنه ورکړي.
ځانمرګي برید کې نور چاته زیان نه دی رسیدلی.