Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندز اوسېدونکي د ښار له امنیت ډاډمن نه دي

admin by admin
2019/09/01

د کندز ښار بیرته خپل عادي حالت ته راګرځیدلی خو اوسیدونکي یې لا هم د ډاډ وړ نه بولي.

د څلورو خواوو نه پر کندز ښار د طالبانو د تیرې ورځې له برید وروسته اوس د دغه ښار امنیتي وضیعت بیرته عادي حالت ته راګرځیدلی او خلک بازارونو ته راوتلي دي.

امنیتي ځواکونه د ښار په عمومي څلور لارې، واټونو او کوڅو کې د تیار سی حالت کې لیدل کیږي چې دا په خپل ډول کې لا هم ډاډمن وضعیت نه ښکاره کوي.

کندز ښاریان له مرکزي حکومت غواړي چې په کندز کې دتل پاتې امنیت او دغه ولایت ته د ورپیښو ګواښونو دمخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي .

د کندز اوسېدونکې داسې وايي (( حکومت مکلف دی، چې خلکو او ښارونو امنیت ونیسي، تاسو وګورئ د تیرې ورځې جګړه کې څومره خلک وژل شوي او ټپيان دي او څومره خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي،،، موږ له مرکزي دولت په کلکه غوښتنه کوو چې د کندز جګړه کې هغه مسوولینو چې بې غوري کړې له دندې ګوښه کړي،،، موږ په کلکه له حکومت نه  غواړو چې د کندز امنیت دې ډاډمن کړي.))

ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه ډاډه دي چې دکندز پر ښار له برید سره سم یې وسله وال طالبان ځپلي او اوس په ښار کې ډاډمن امنیت تامین شوی .

ملي دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې په هیڅ صورت به د بیا ځلې لپاره کندز له ورته حالت سره مخ نه شي .

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي او د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي داسې ویلي دي(( خلک دې ډاډه وي، چې بیا به د کندز ښار وضعیت د تیرې ورځې په څېر نه شي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړه همغږي لري او د راتلونکو ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره نوي پلانونه عملي کیږي.))

د کندز ښار له څلرویشت ساعته جګړې وروسته ټپیان ملکي روغتون ته راوړل شوي، ځینې رخصت شوي او ځینې لا هم تر درملنې لاندې دي چې د جګړې ښکیلو غاړو ته پيغام لري.

ټپيانو د اسې ویلي (( په جګړه کې ملکي خلک هدف مه ګرځوئ له ملکي خلکو قرباني مه اخلئ،،، پرېږدئ چې خلک په ارامه ژوند وکړي، خلک له جګړو ستړي دي موږ هم د ژوند کولو حق لرو.))

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې دکندز په جګړه کې یې شپږ پنځوس وسله وال وژلي، د پنځو ملکیانو په ګډون شل امنیتي سرتیري هم وژل شوي او پنځه اتیا ملکي وګړي ټپيان دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist