Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پخواني چارواکي: هېواد ته راځو خو یوازې په اړیکه نه بلکې باید پلاوی راولېږل شي

پخواني چارواکي: هېواد ته راځو خو یوازې په اړیکه نه بلکې باید پلاوی راولېږل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/18

د جمهوریت له سقوط سره ټول پخواني چارواکي او سیاسیون له هېواده ووتل او اوس د سیمې او نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې میشت دي.

اسلامي امارت د دغو افغانانو د بېرته راتګ لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی،چې تر دې مهال ګڼ شمیر کسان له کمېسیون سره د اړیکې له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له افغان شخصتیونو سره د تماس کمېسیون له ټولو هغو افغانانو،چې د بېلابېلو دلایلو له مخې یې هېواد پریښی دی،غواړي چې بېرته راستانه شي.


د یاد کمېسیون غړ احمد الله وثیق وايي، هېواد ته د افغان شخصیتونو او د پخوانیو سیاسي څېرو د بېرته  راتګ لپاره یې ځانګړې پروسه جوړه کړې او هغه کسان چې غواړي، بېرته  راستانه شي، نو ټاکل شوی فورم چې په پام کې نیول شوی دی، لومړی دې هغه ډک کړي.

وثیق زیاتوي: « له افغان شخصیتونو سره دتماس کمیسیون اړیکو څانګه فعاله ده او څلورویشت ساعته دټولو خلکو په خدمت کې ده او هغوي کولی شي چې له دغې شعبې سره تماس ونیسي او هغه فورمې چې ددوي شخصي احوالو دثبت لپاره ورکول کیږي ترلاسه او ډکې کړي او وروسته به ددوي د راتګ لپاره زمینه مساعده شي له ټولو هغو افغانانو څخه چې دمنفي تبلغاتو له امله له هیواده وتلي هیله مو داده چې باید خپل وطن ته راستانه شي.»


خو پخواني چارواکي بیا هېواد ته  د راتګ لپاره د انلین فورم ډکول د ځان لپاره سپکاوی یادوي،چې په وینا یې دغه ډول حرکت له افغاني کلتور سره سمون نه خوري.

دوي وايي، اسلامي امارت ته پکار ده،چې له افغان شخصیتونو سره د یو پلاوي له لارې اړیکه ونیسي او د دوی اندیښنې له نږدې ځواب شي.


پخوانی وزیر عمر داوود زی وايي، سره له دې چې ځایونه او ادرسونه یې مالوم دي،خو د بېرته راستنیدو لپاره یې د اسلامي امارت له لوري هېڅ ډول پلاوی نه دی ورلیږل شوی او دوي لاهم په تمه دي.

عمر داوودزی زیاتوي:« د هغه کمېسیون برخورد توهین امیزه دی. هغه زموږ افغاني کلتور او عنعنې سره برابر نه دی. راغوښتل په دې شکل نه يي، چې فورمه په انټرنیټ کې شته او ته یې ډکه کړه. د فورمې پرځای دوی ته ورشي، د دوی تشویشونو په اړه مخ په مخ ورسره خبرې وکړه، د پخوانیو سیاسیونو ټول ادرسونه مالوم دي یا په متحده عرب اماراتو کې دي یا په قطر کې دي یا په ترکیه او یاهم د مرکزي اسیا په هېوادونو کې دي.  تر اوسه کوم هیت ورغلی دی.»


له هغې وروسته چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړ شوی، د وزیر ، معین ، والي د ملي غړو او امنیه قوماندانو په کچه پخواني چارواکي او سیاسیون هېواد ته راستانه شوي دي.


له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون غړی احمد الله وثیق وايي، هغه کسان چې له دغه کمېسیون سره د اړیکې له لارې هېواد ته راغلي دي، اوس په خپلو کورنو کې ارام او ډاډمن ژوند لري.

هغه زیاتوي:« له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له رامنځته کېدو تر دې مهاله پورې نږدې ۵۵۰ هغه شخصیتونه، چې د منفي تبلغاتو په اثر باندې یې هې واد پرېښی وه، هغوی بېرته راګرځیدلي دي او اوس دلته په خپلو کورونو کې ارامه ژوند لري. په دغو راغلو کسانو کې وزیران ، معینان ، واليان ، د ولایتي شورا ، مشرانو جرګې ، د پارلمان غړي او امنیه قوماندانو پورې کسان شامل دي، چې هېواد ته راستانه شوي دي.»


هغه کسان چې د تماس کېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي  وايي، افغانستان یې کور دی، خپل کور نه شي پریښودلی،خو بهر ته هم تګ راتګ لري.

سیاسي فعال کمال ناصر اصولي وايي:« دا زما وطن دی، هېچاته یې نه شو پرېښودلی او هېچاته یې نه پریږدو. دغه وطن ته زه ځم او راځم. بیرون هم یم په داخل د وطن کې هم یم کورنۍ مې همدلته په هېواد کې دننه ده، کمي او کاستۍ هم شته دي، خو د سمون لپاره یې موږ خپل غږ ته انعکاس ورکړی دی.»


د تماس کمیسیون له لارې راغلي کسان د کمېسیون په تخنیکي برخه نیوکې لري،چې په وینا یې ځینې چارې غیرې منظمې دي.


دپوهنې پخوانی وزیر فاورق وردګ ، هدایت امین ارسلا ، د برښنا شرکت پخوانی مشر امان الله غالب ، د مخکینۍ مشرانو جرګې لومړی مرستیال حسیب الله کلمیزی ، د امنیت شورا پخوانی مرستیال عبدالحکیم نورزی، د کندهار پخوانی والی توریالی ویسا ، د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري او همدارز د زابل پخوانی امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیونی له مشهور پخواني چارواکو دي،چې د تماس کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist