یوناما پر افغان حکومت غږ کړی چې د ټاکنو خوندیتوب لپاره دې ټول امکانات وکاروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما ویلي چې رایه ورکول د افغانانو له اساسي حقونو څخه دي او د حکومت په ګډون ټول مسؤولیت لري چې د دغه ټاکنو په خوندي ترسره کولو کې خپل رول ولوبوي.
د یوناما په اعلامیې کې راغلي، (( د افغانانو له بنسټیزو حقونو څخه یو یې د ولسمشر او د راتلونکو رهبرانو ټاکل دي، په افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې باید خپل ټول ځواک وکاروي چې خلک وکولای شي له خپل حق څخه استفاده وکړي او رایه ورکړي؛ پرته له دې چې د چا له ګواښ او یا هم له ستونزو سره مخ شي.))
د یوناما دغه غبرګونه داسې مهال راپورته کېږي چې طالبانو ګوښ کړی و چې د ټاکنو په ناکامولو او یا خرابولو کې به خپل ټول توان وکاروي.