Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې نهم پړاو خبرې په نهمه ورځ هم نهايي توافق ته ونه رسېدلې

admin by admin
2019/08/31

طالبان او امریکا د نهم پړاو خبرو په نهمه ورځ هم د توافق په لاسلیک پایلې ته نه دي رسېدلي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو نهم پړاو مذاکرات نهمې ورځې ته تللي ، خو تر اوسه دواړه لوري افغانستان کې د سولې پرسر یو نهایي بشپړتوافق ته نه دي رسېدلي او خبرې دوام لري.

دخبرو اترو په لړۍ کې د جمعې په شپه په بیلابیلو کوچنیو جلسو کې په ګروپي ډول ډیر جدي بحثونه شوي چې د بندو دروازو ترشاه و چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم پکې ګډون درلوده.

دا خبرې د دوحې په ډيپلوماټيک کلب کې دوام لري او داسې ښکاري چې لاهم توافق ته د رسېدو لپاره مسایل نه دي حل شوي.

ورځ پاڼه لیکوونکی نظري پریاني داسې وايي (( ځينې موارد شته، چې تر اوسه دغه خبرې نهايي توافق ته نه دې رسېدلي، تر اوسه د قطر خبرې د سولې لپاره نه دي، دا خبرې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ دي، تر اوسه په هوکړه لیک کې د سولې په نوم څه نه دي ځای شوي.))

په روانو مذاکراتو کې د بحث وړ مسایل تخنیکي دي چې بهرني ځواکونه څنګه ووځي او راتلونکو بین الافغاني خبرو ته طالبان له افغان حکومت سره په کوم ډول د خبرو میز ته راشي.

اوربند او د بندیانو ازادول هم د دې پړاو د خبرو مهم او اساسي ټکي دي چې خبرې کول پرې دوام لري.

د نوې ملي جبهې ویاند وحیدالله غازي خېل  داسې وویل (( ډېره تمه او امید همدا دی، چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه چې اوس کار کوي نن به یوې هوکړه ته رسېږي او بیا به خلیلزاد کابل ته راځي، د حکومت مشرانو سره به ګوري له دوی موافقې وروسته به بیرته قطر ته ځي هلته به د امریکا خارجه وزیر هم راځي هوکړه لیک به لاسلیک کیږي اوربند به اعلانیږي او بیا به په اوسلو کې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.))

که دوحه کې د سولې پرسر خبرې ګرمې دي خو د هېواد شمال کندوز کې بیا طالبانو په ښار برید کړی، خو داځل بیا دا ولایت د سولې د خبرو په جریان کې د سقوط تر بریده رسیدلی دی.

له دې سره سره اندېښنې دومره حد کې نه ښکاري چې د سولې خبرې دې له بریالیتوب راوګرځوي.

شنونکی حبیب جانبدار وايي (( که په افغانستان کې یو با ثباته او قوي نظام وي، او په قانون باندې عمل وشي هغوی دا تشویش لري، د محاصبې نه او بل که اتقالي عدالت ته لار پرانیستل کیږي، ممکن ډير محدود کسان کسان په تشویش کې وي، ولې په ټوله کې سوله د افغانستان ملي ګټې خوندې کوي.)) 

تمه کېږي چې د نهم پړاو خبرو وروسته به بین الافغاني مزاکرات د ناروې په اسلو کې پیل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist